د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس د تخنیکي ټیم په مشرۍ ترکیې ته ولاړ
محترم الحافظ ډاکټر نعیمالله ایوبي، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، پرون جمعه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شعبان میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یو رسمي سفر په ترڅ کې د تخنیکي ټیم په مشرۍ ترکیې هېواد ته روان شو.
ټاکل شوې ده چې دغه پلاوی به د خپل سفر په جریان کې د ترکیې د درملو او طبي وسایلو ادارې (TİTCK) له مسئولینو سره لیدنې ترسره کړي او د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم اړوند مهمو موضوعاتو په اړه به خبرې او د نظر تبادله وکړي. همدارنګه د دې سفر په پروګرام کې د ترکیې د ځینو درمل جوړونې فابریکو تخنیکي لیدنه هم شامله ده، څو د درملو د تولید په برخه کې د هغه هېواد له تجربو او تخنیکي پرمختګونو څخه ګټه واخیستل شي.
تمه کېږي چې دغه سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د درملو د تولید او وارداتو په برخه کې د همکاریو او همغږۍ د پیاوړتیا لامل شي، ترڅو په لنډمهاله او اوږدمهاله توګه خلکو ته د لوړ کیفیت او مناسب قیمت درملو ته لاسرسی لا ښه تأمین شي.
