د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین د ازبکستان جمهوریت د درملو صنعت د پراختیا ادارې له رئیس او ورسره مل پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې.

jawid_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۴:۵۵
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین د ازبکستان جمهوریت د درملو صنعت د پراختیا ادارې له رئیس او ورسره مل پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې.

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین د ازبکستان جمهوریت د درملو صنعت د پراختیا ادارې له رئیس او ورسره مل پلاوي سره د شنبې ورځې په ماسپښین، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شوال میاشتې په ۱۷ نېټه، د خوړو او درملو معینیت د غونډو په تالار کې لیدنه او خبرې وکړې.

په دې غونډه کې، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین محترم الحاج مولوي حمدالله زاهد، د دې معینیت د بېلابېلو برخو له رئیسانو او سلاکارانو سره ګډون درلود. همدارنګه د ازبکستان جمهوریت له لوري، محترم عبدالله عزیزوف د هغه هېواد د درملو صنعت د پراختیا ادارې رئیس، له تخنیکي پلاوي او د درملو سکتور له یو شمېر سوداګرو سره ګډون کړی و.

د غونډې په پیل کې، د خوړو او درملو معینیت له لوري ازبکستاني پلاوي ته هرکلی وویل شو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، تخنیکي او تنظیمي همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وشو. همدارنګه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د لاسلیک شویو تفاهم‌لیکونو د عملي کولو او د درملو شرکتونو د ثبت (راجستریشن) په بهیر کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو ژمنه وشوه.

د غونډې په جریان کې، مهم موضوعات لکه په افغانستان کې د ازبکستاني شرکتونو ثبت، د باکیفیته او مناسب قیمت درملو عرضه، د ازبکستان د درملو صنعت د ظرفیتونو او پرمختګونو معرفي، او همدارنګه د افغان متخصصینو د ظرفیت لوړول تر بحث او نظر تبادلې لاندې ونیول شول. ازبکستاني پلاوي هم د تخنیکي تجربو د شریکولو او د روزنې او ظرفیت لوړونې په برخه کې د همکارۍ لپاره خپله چمتووالی څرګند کړ.

غونډه د ګډونوالو ته د تحفو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۸:۲۹
Background image

مرکزي لابراتوارونو ته د ګمرکي نمونو د لېږد لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه؛

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د افغان پُست دولتي شرکت ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک د معرفي او پلي کولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه، چې پکې د درملو د صادراتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په بنګله‌دېش کې د خوړو او درملو معینیت د تخنیکي پلاوي او ۲۹ تولیدي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس محترم الحافظ ډاکټر نعمت الله ایوبي کوله، په بنګله‌دېش هېواد کې د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۰
Background image

د خوړو او درملو معینیت د کارکوونکو لپاره د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» ښوونیز پروګرام پیل شو

د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» تر عنوان لاندې درې ورځنی ښوونیز پروګرام د مسؤلینو، استادانو او د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت ریاست د ۳۵ تنو. . .

BACK TO NEWS