د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د ملی شفا او لایف پرل تولیدی کارخونو څخه لیدنه وکړ؛
د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د ملی شفا او لایف پرل تولیدی کارخونو څخه لیدنه وکړ؛
۱۴۴۵/۱۰/۲۳ هـ ق
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست، ډاکتر صاحب عبدالباري عمر او ورسره مل پلاوي نن پنجشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال د میاشتې په ۲۳ نیټه د پلچرخي صنعتي پارکونو کې د ملی شفا د سیرم جوړولو تولیدي فابریکه او لایف پرل د درمل جوړولو تولیدی فابریکې څخه لیدنه ترسه کړه.
په دغې لیدنه کې ډاکتر صاحب عبدالباري عمر د یادو فابریکو له مختلفو څانګو څخه لیدنه وکړه او د یادو فابریکو مسؤولینو ته یې د لا معیاري کیدو په موخه اړینې او لازمې سپارښتنې وکړی. ښاغلي عمر وویل چې له داخلي تولیداتو څخه ملاتړ زمونږ له لومړیتوبونو څخه دی همداراز د ادارې له اړخه د یادو فابریکو څخه پوره ملاتړ اعلان کړ.
په ورته وخت کې د یادو تولیدي فابریکو مسؤولینو د خوړو او درملو ملي ادارې د سرپرست له ورتګ څخه خوښي څرګنده کړل او د ورکړل شویو لارښوونو او توصیو د پوره عملي کولو ډاډ یې ورکړ.