د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د ملی شفا او لایف پرل تولیدی کارخونو څخه لیدنه وکړ؛

press_admin
Sat, May 04 2024 10:24 AM
afghan pear

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د ملی شفا او لایف پرل تولیدی کارخونو څخه لیدنه وکړ؛
۱۴۴۵/۱۰/۲۳ هـ ق
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست، ډاکتر صاحب عبدالباري عمر او ورسره مل پلاوي نن پنجشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال د میاشتې په ۲۳ نیټه د پلچرخي صنعتي پارکونو کې د ملی شفا د سیرم جوړولو تولیدي فابریکه او لایف پرل د درمل جوړولو تولیدی فابریکې څخه لیدنه ترسه کړه.
په دغې لیدنه کې ډاکتر صاحب عبدالباري عمر د یادو فابریکو له مختلفو څانګو څخه لیدنه وکړه او د یادو فابریکو مسؤولینو ته یې د لا معیاري کیدو په موخه اړینې او لازمې سپارښتنې وکړی. ښاغلي عمر وویل چې له داخلي تولیداتو څخه ملاتړ زمونږ له لومړیتوبونو څخه دی همداراز د ادارې له اړخه د یادو فابریکو څخه پوره ملاتړ اعلان کړ. 
په ورته وخت کې د یادو تولیدي فابریکو مسؤولینو د خوړو او درملو ملي ادارې د سرپرست له ورتګ څخه خوښي څرګنده کړل او د ورکړل شویو لارښوونو او توصیو د پوره عملي کولو ډاډ یې ورکړ.

Latest news

Thu, Apr 30 2026 8:29 AM
Background image

Coordination Meeting Held for the Transfer of Customs Samples to Central Laboratories

A coordination meeting was held to introduce and implement the signed memorandum of understanding between the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health and the. . .

Wed, Apr 29 2026 10:34 AM
Background image

Coordination Meeting Held Between the Technical Delegation of the Food and Drug Deputy Ministry and 29 Manufacturing Companies in Bangladesh

The technical delegation of the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health, led by محترم Alhaj Dr. Nematullah Ayubi, General Director of Regulation of Medicines and. . .

BACK TO NEWS