د خوړو او درملو ملي ادارې د 12انکشافي (NTA) خالي بستونو آزموینه د یوې شفافې پروسې په ترڅ کې واخیستل شوه
د خوړو او درملو ملي ادارې د 12انکشافي (NTA) خالي بستونو آزموینه د یوې شفافې پروسې په ترڅ کې واخیستل شوه؛
1445/07/19 هـ ق
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د د 12 انکشافي (NTA) خالي بستونو آزموینه نن چهارشنبه د روان 1445هـ ق کال د رجب د میاشتې په 19نیټه د ادارې د ناستو په تالار کې د یوې شفافې پروسې په ترڅ کې واخېستل شوه.
ددغې آزموینې لپاره په لسګونه کسانو نوم لیکنه کړې وه، چې له ډلې ۵۰ کسان د استعداد، وړتیا او تجربې له مخې یادې آزموینې ته انتخاب شوي وه، چې له یادو کسانو څخه 36کسانو عملاً په آزموینه کې ګډون کړی وه.
د یادې آزموینې په پیل کې د بشري سرچینو سرپرست ښاغلي نور احمد حنیفي وویل چې یاده اداره ژمنه ده ترڅو کار وړ، با استعداد او ژمنو کسانو ته ورکړې او پر همدې اساس هڅه کوي ترڅو خپل ټول خالي بستونه د آزادې سیالۍ له لارې ډک کړي.
نوموړي د خپلو خبرو په جریان کې د یادې آزموینې د پوره روڼتیا ډاډ ورکړ او د آزموینې ګډونوالو ته یې د بریا هیله څرګنده کړه.