د خوړو او درملو ملي ادارې د 12انکشافي (NTA) خالي بستونو آزموینه د یوې شفافې پروسې په ترڅ کې واخیستل شوه

press_admin
Wed, Jan 31 2024 12:20 PM
wqe

د خوړو او درملو ملي ادارې د 12انکشافي (NTA) خالي بستونو آزموینه د یوې شفافې پروسې په ترڅ کې واخیستل شوه؛

1445/07/19 هـ ق

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د د 12 انکشافي (NTA) خالي بستونو آزموینه نن چهارشنبه د روان 1445هـ ق کال د رجب د میاشتې په 19نیټه د ادارې د ناستو په تالار کې د یوې شفافې پروسې په ترڅ کې واخېستل شوه.

ددغې آزموینې لپاره په لسګونه کسانو نوم لیکنه کړې وه، چې له ډلې ۵۰ کسان د استعداد، وړتیا او تجربې له مخې یادې آزموینې ته انتخاب شوي وه، چې له یادو کسانو څخه 36کسانو عملاً په آزموینه کې ګډون کړی وه.

د یادې آزموینې په پیل کې د بشري سرچینو سرپرست ښاغلي نور احمد حنیفي وویل چې یاده اداره ژمنه ده ترڅو کار وړ، با استعداد او ژمنو کسانو ته ورکړې او پر همدې اساس هڅه کوي ترڅو خپل ټول خالي بستونه د آزادې سیالۍ له لارې ډک کړي.

نوموړي د خپلو خبرو په جریان کې د یادې آزموینې د پوره روڼتیا ډاډ ورکړ او د آزموینې ګډونوالو ته یې د بریا هیله څرګنده کړه.

Latest news

Thu, Apr 30 2026 8:29 AM
Background image

Coordination Meeting Held for the Transfer of Customs Samples to Central Laboratories

A coordination meeting was held to introduce and implement the signed memorandum of understanding between the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health and the. . .

Wed, Apr 29 2026 10:34 AM
Background image

Coordination Meeting Held Between the Technical Delegation of the Food and Drug Deputy Ministry and 29 Manufacturing Companies in Bangladesh

The technical delegation of the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health, led by محترم Alhaj Dr. Nematullah Ayubi, General Director of Regulation of Medicines and. . .

BACK TO NEWS