فاریاب ولایت کې 140 بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه څارنه شوې ده؛
فاریاب ولایت کې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې آمریت، له خوراکي او درملیزو تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو د روان 1402 هـ ش کال د تلې (میزان) د میاشتې په جریان کې، چې د 1445 هـ ق کال د ربیع الاول د میاشتې سره برابره ده، د یاد ولایت مختلفو ناحیو اړوند له 140 بابه خوراکي او درملیزو تاسیساتو څخه چې په هغو کې 54 بابه درملتونونه، 33 عمده پلورنځیو، 2 روغتیايي محصولاتو پلورنځیو، 47 بابه خوراکي تاسیسات شاملې دي، څارنه او پلټنه کړې ده. ددغې څارنې پرمهال 201 قلمه مختلف ډول تاریخ تیر درمل ، روغتیايي محصولات او خوراکي توکي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د آمریت ودانۍ ته انتقال شوي دي.