فاریاب ولایت کې 140 بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه څارنه شوې ده؛

press_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲ - ۱۴:۲۵
فاریاب

فاریاب ولایت کې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې آمریت، له خوراکي او درملیزو تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو د روان 1402 هـ ش کال د تلې (میزان) د میاشتې په جریان کې، چې د 1445 هـ ق کال د ربیع الاول د میاشتې سره برابره ده، د یاد ولایت مختلفو ناحیو اړوند له 140 بابه خوراکي او درملیزو تاسیساتو څخه چې په هغو کې 54 بابه درملتونونه، 33 عمده پلورنځیو، 2 روغتیايي محصولاتو پلورنځیو، 47 بابه خوراکي تاسیسات شاملې دي، څارنه او پلټنه کړې ده. ددغې څارنې پرمهال 201 قلمه مختلف ډول تاریخ تیر درمل ، روغتیايي محصولات او خوراکي توکي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د آمریت ودانۍ ته انتقال شوي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴۹
Background image

د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس د تخنیکي ټیم په مشرۍ ترکیې ته ولاړ

محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، پرون جمعه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شعبان میاشتې په ۱۸مه نېټه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۹:۱۸
Background image

د دوايي بازار د وضعیت د ارزونې او د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، د خوړو او درملو معینیت د درملو د برخې له رییسانو او د دې معینیت له متخصصینو سره نن سه‌شنبه، د ۱۵. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۰:۴۸
Background image

د افغانستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس د بنګله‌دېش د درملو د صنعت اتحادیې له مسؤلینو سره وکتل

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پنجشنبې په ورځ، د ۱۴۴۷ هـ ق کال. . .

BACK TO NEWS