په مرکز (کابل) کې له خوراکي تاسیساتو څخه د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې ۴۵ کارتنه بې کیفیته او تاريخ تېره بیسکیټ او ۱۱۵ پاکټه چکلیټ ترلاسه شول
په مرکز (کابل) کې له خوراکي تاسیساتو څخه د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې ۴۵ کارتنه بې کیفیته او تاريخ تېره بیسکیټ او ۱۱۵ پاکټه چکلیټ ترلاسه شول؛
۲۱/۱۰/۱۴۴۵ هـ ق
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، له خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون دوشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال د میاشتې په ۲۰ نیټه د کابل ښار نهمې ناحیې اړوند د خوراکي توکو له ۱۵ بابه تولیدي فابریکو او توریدي شرکتونو څخهه د څارنې په ترڅ کې ۴۵ کارتنه تاريخ تېر او بې کیفیته بیسکیټ او ۱۱۵ پاکټه چکلیټ ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې د ادارې مرکزي ودانۍ ته انتقال کړل.