پکتیا ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې ۶۶ قلمه مختلف ډول تارېخ تېر او بې کیفیته درمل ترلاسه شول؛
پکتیا ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې ۶۶ قلمه مختلف ډول تارېخ تېر او بې کیفیته درمل ترلاسه شول؛
۴/۱۱/۱۴۴۵ هـ ق
د پکتیا ولایت د خوړو او درملو ریاست له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټيمونو پرون یکشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې د میاشتې په ۳ نیټه د یاد ولایت مرکز لومړۍ ناحیې اړوند له ۱۷ بابه درملتونونو څخه د څارنې په ترڅ کې ۶۶ قلمه مختلف ډول تارېخ تېر او بې کیفیته درمل ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې د یاد ولایت د خوړو او درملو د ریاست ودانۍ ته انتقال کړل.