میدان وردګو ولایت کې له ۹ بابه خوراکي تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه؛
میدان وردګو ولایت کې له ۹ بابه خوراکي تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه؛
۱۵/۱/۱۴۴۶ هـ ق
د میدان وردګو ولایت د خوړو او درملو آمریت له خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون شنبه د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د محرم د میاشتې په ۱۴ نیټه د یاد ولایت مرکز اړوند له ۶ بابه خوراکه پلورنځيو، ۲ بابه عمده پلورنځیو او ۱ باب ګدام څخه د څارنې په ترڅ کې ۸ قلمه مختلف ډول تاریخ تېر او بې کیفیته خوراکي توکي، چې په مجموعي ډول ۱۸ کارتنه کیږي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې د یاد ولایت د خوړو او درملو د آمریت ودانۍ ته انتقال کړل.