د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر نن په خپل کاري دفتر کې د ام اس اچ ( M S H ) له رییس ناریو کاساهار سره ولیدل.

aziz_admin
Tue, Apr 04 2023 3:36 PM
Dr omar

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر نن سه شنبه د روان ۱۴۴۴ هـ ق کال د رمضان المبارک د میاشتې په ۱۳ نیټه په خپل کاري دفتر کې د ام اس اچ ( M S H ) له رییس ناریو کاساهار سره ولیدل. په دغې کتنه کې د ادارې انلاین بڼې د اوښتو په اړه بحث او خبري وشوې  ښاغلي عمر د ام اس اچ ( M S H ) رییس ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ادارې انلاین بڼې ته اوښتو په اړه هر اړخیز مالومات شریک کړل او زیاته یې کړه چې د ادارې په انلاین کولو سره به د فساد، بې کیفیته او غیر معیاري درملو او خوړو مخنیوی وشي او په دې سره به د خوړو او درملو د خوندیتوب او کیفیت څخه د تضمین ډاډ ترلاسه شي. په ورته وخت کې د ام اس اچ ( M S H ) رییس د خوړو او درملو ملي ادرې د انلاین بڼې ته د اوښتو د طرحې او کړیو فعالیتونو ستاینه وکړه او د ادارې انلاین بڼې ته اوښتل یې د ادارې جدي اړتیا وبلله. ښاغلي کاساهار په دغې برخه د ادارې سره د پوره همکارۍ ژمنه وکړه. دیادونې وړ ده چې د خوړو او درملو ملي ادارې انلاین بڼې ته د اوښتو لپاره لومړني ګامونه اخیستل شوي او په نیږدې راتلونکي کې به یې عملي چارې پیل شي.

Latest news

Thu, Jan 01 2026 3:19 PM
Background image

The Director General of Medicines and Health Products Regulation Met with the Officials of the Emirati Ibn Sina Company:

Respected Hafiz Dr. Naeemullah Ayubi, Director General of Medicines and Health Products Regulation, accompanied by the heads of the pharmaceutical departments of the Food and Drug. . .

BACK TO NEWS