په ننګرهار ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 48 قلمه درمل او 300کیلو ګرامه بې کیفیته او تارېخ تېره خوراکي توکي ترلاسه شول؛

press_admin
Wed, Feb 28 2024 2:26 PM
ننگرهار

په ننګرهار ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 48 قلمه درمل او 300کیلو ګرامه بې کیفیته او تارېخ تېره خوراکي توکي ترلاسه شول؛

1445/08/17 هـ ق

په ننګرهار  ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، ریاست له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون سه شنبه د روان 1445هـ ق کال د شعبان د میاشتې په 8 نیټه د یاد ولایت لومړۍ او دوهمې ناحیې اړوند له 3 بابه درملتونونو، 3 بابه د درملو عمده پلورنځيو، 3 بابه د شرکتونو له نماينده ګيو، د پوهنتون روغتون له 1 باب دولتي تصدي، 3 بابه د خوراکي توکو عمده پلورنځیو او 7 بابه خوراکه پرچون پلورنځیو څخه څارنه ترسره کړې ده.

ددغې ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 48قلمه او 300کیلو ګرامه مختلف ډول تارېخ تېره، بې کیفیته او غېر معیاري درمل او خوراکي توکي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د ریاست ودانۍ ته انتقال شول.

په یاده څارنه د یوه شرکت نماینده ګي چې قانوني اسناد یې نه درلود مهرلاک ( وتړل ) شوه.

همدا راز هغو تاسیساتو ته چې نیمګړتیاوې یې د عصري کولو او پر مختګ په اړه اړینې اولازمې سپارښتنې ورته هم وشوې

Latest news

Sat, Feb 07 2026 10:49 AM
Background image

Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation Travels to Türkiye Leading a Technical Delegation

Dr. Hafiz Naimullah Ayubi, Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation under the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health of the Islamic. . .

BACK TO NEWS