د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس بنګله‌دېش ته سفر وکړ

jawid_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۹:۳۳
د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس بنګله‌دېش ته سفر وکړد عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، حافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د یوې رسمي پلاوي په چوکاټ کې او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین محترم مولوي احمدالله زاهد تر مشرۍ لاندې، د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه بنګله‌دېش ته سفر وکړ.  د دې سفر په لړ کې به د بنګله‌دېش د درملو د تنظیم ادارې له لوړپوړو چارواکو سره لیدنې ترسره شي او د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم، څارنې او کیفیت کنټرول اړوندو مهمو موضوعاتو په ا

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، حافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د یوې رسمي پلاوي په چوکاټ کې او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین محترم مولوي احمدالله زاهد تر مشرۍ لاندې، د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه بنګله‌دېش ته سفر وکړ.

د دې سفر په لړ کې به د بنګله‌دېش د درملو د تنظیم ادارې له لوړپوړو چارواکو سره لیدنې ترسره شي او د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم، څارنې او کیفیت کنټرول اړوندو مهمو موضوعاتو په اړه به خبرې اترې وشي. همدارنګه، د عامې روغتیا وزارت تخنیکي پلاوی به د بنګله‌دېش د درملو د تولید له فابریکو څخه لیدنه وکړي او د تولید له بهیر او کیفي معیارونو سره به له نږدې بلدتیا ترلاسه کړي.

سربېره پر دې، د دې سفر پر مهال به د درملو د برخې اړوند د همکارۍ تفاهم‌لیک د تعقیب او تطبیق موضوع، چې تر دې وړاندې د دواړو هېوادونو د درملو د تنظیم ادارو ترمنځ د آنلاین ناستې پر بنسټ مطرح شوې وه، وڅېړل شي. په دې لړ کې به د بنګله‌دېش د درملو د تولید شرکتونو او د هغوی د تولیدي محصولاتو د ثبت او ارزونې د بهیر د چټکتیا په اړه هم خبرې وشي.

د دې سفر له اساسي موخو څخه یوه دا ده چې د بنګله‌دېش د درملو تولیدوونکي شرکتونه وهڅول شي، تر څو په افغانستان کې د درملو د تولید په برخه کې، په خپلواکه توګه یا د افغاني شرکتونو سره په ګډه، پانګونه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۴:۵
Background image

د درملو او صحي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس د بنګله‌دېش د درملو تنظیم ادارې له رئیس سره وکتل

محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د خوړو او درملو د معینیت اړوند د درملو او صحي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د بنګله‌دېش جمهوریت ته، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شعبان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۹:۳۸
Background image

د خوړو او درملو معین د درملو او طبي تجهیزاتو د وارداتو له اتحادیې سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین، محترم الحاج مولوي حمدالله زاهد، د سه‌شنبې په ورځ د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شعبان د میاشتې په لومړۍ نېټه، د ماسپښین وروسته په خپل کاري دفتر کې، د خوړو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۹:۳۳
Background image

د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس بنګله‌دېش ته سفر وکړ

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، حافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د یوې رسمي پلاوي په چوکاټ کې او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین محترم مولوي احمدالله زاهد. . .

BACK TO NEWS