بدخشان ولایت کې د ورځني څارنې پر مهال له 12 بابه درملیزو تاسیساتو څخه څارنه شوې ده

press_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۱ - ۱۰:۲۷
بدخشان

بدخشان ولایت کې د ورځني څارنې پر مهال له 12 بابه درملیزو تاسیساتو څخه څارنه شوې ده؛

1445/07/19 هـ ق

په بدخشان ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، آمریت له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټيمو پرون سه شنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د رجب د میاشتې په 18نیټه د یاد ولایت مرکز اړوند 5 بابه درملتونونو، 2 بابه د درملو عمده پلورنځۍ، 2 بابه د توریدي شرکت استازولۍ او د درملو د ساتنې له 3 بابه ګدامونو څخه څارنه کړې ده.

ددغې څارنې په ترڅ کې 45 قلمه مختلف ډول تاریخ تېر او غېر قانوني درمل او 6 قلمه تاریخ تېر روغتیايي محصولات ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د آمریت ودانۍ انتقال شوي دي.

په دغې څارنه کې درملیزو تاسیساتو ته د خبرتیا په شکل توصيې وشوې ترڅو خپلې چارې او خدمات د خوړو او درملو ملي ادارې د اصولو او قوانینو سره مطابق برابرې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۸:۲۹
Background image

مرکزي لابراتوارونو ته د ګمرکي نمونو د لېږد لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه؛

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د افغان پُست دولتي شرکت ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک د معرفي او پلي کولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه، چې پکې د درملو د صادراتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په بنګله‌دېش کې د خوړو او درملو معینیت د تخنیکي پلاوي او ۲۹ تولیدي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس محترم الحافظ ډاکټر نعمت الله ایوبي کوله، په بنګله‌دېش هېواد کې د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۰
Background image

د خوړو او درملو معینیت د کارکوونکو لپاره د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» ښوونیز پروګرام پیل شو

د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» تر عنوان لاندې درې ورځنی ښوونیز پروګرام د مسؤلینو، استادانو او د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت ریاست د ۳۵ تنو. . .

BACK TO NEWS