بدخشان ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 117بستې او 142کارتنه مختلف ډول بې کیفیته خوراکي توکي او مشروبات ترلاسه شول
بدخشان ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 117بستې او 142کارتنه مختلف ډول بې کیفیته خوراکي توکي او مشروبات ترلاسه شول؛
1445/09/14 هـ ق
په بدخشان ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې آمریت له درملیزو اوخوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون شنبه دروان ۱۴۴۵ هـ ق کال د رمضان د میاشتې په ۱۳ نیټه دیاد ولایت مرکز اړوند د خوراکي توکو له 3بابه پلورنځیو او 3بابه ګدامونو څخه د څارنې په ترڅ کې 117بستې مشروبات او 142کارتنه مختلف ډول بې کیفیته خوراکي توکي ترلاسه او د لمنځه په موخه یې په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د آمریت ودانۍ ته انتقال کړل.