بلخ ولایت کې 61 بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه څارنه شوې ده؛
بلخ ولایت کې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې ریاست، له خوراکي او درملیزو تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو د یاد ولایت مختلفو ناحیو اړوند له 61 بابه خوراکي او درملیزو تاسیساتو څخه چې په هغو کې 25 بابه درملتونونه، 5 عمده پلورنځیو،3 بابه توریدي شرکتونو، 28 بابه خوراکي تاسیسات شاملې دي، څارنه او پلټنه کړې ده. ددغې څارنې پرمهال 885 قلمه مختلف ډول تاریخ تیر درمل ، روغتیايي محصولات او خوراکي توکي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د ریاست ودانۍ ته انتقال شوي دي.