جوزجان ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 27قلمه بې کیفیته خوراکي توکي ترلاسه شول
جوزجان ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 27قلمه بې کیفیته خوراکي توکي ترلاسه شول؛
1445/10/5 هـ ق
په جوزجان ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، آمریت له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون یکشنبه د روان 1445هـ ق کال د شوال د میاشتې په 5 نیټه د یاد ولایت مرکز اړوند د خوراکي توکو له 5 بابه خوراکه پلورنځيو څخه د څارنې په ترڅ کې 27قلمه مختلف ډول تارېخ تېر او بې کیفیته خوراکي توکي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې په یاد ولایت کې د ادارې د آمریت ودانۍ ته انتقال کړل.