خــبرتیا!
د درملو ټولو توریدي شرکتونو، تولیدي کارخانو، مؤسسو، روغتونونو او اړوند روغتیايي بنسټونو ته خبر ورکول کیږي، چې د درملو د مجاز لیست د نویو کولو پروسه چې د یو څه وخت لپاره د مختلفو دلایلو له امله ولاړه وه، د خوړو او درملو ملي ادارې، د هیواد روغتیایي سیستم اړتیاوو ته په کتو په مجاز لیست کې دهغو درملو د اقلامو د ثبت پروسه یو ځل بیا پیل کړې چې په مجاز لیست کې شامل نه ول.
د خوړو او درملو ملي اداره د یادو بنسټونو څخه غواړي چې په مجاز لیست کې د نویو درملو د شاملو په موخه د هغو درملو د اقلامو اسناد او شواهد د اغیزمنتوب او خوندیتوب په موخه د خوړو او درملو ملي ادارې ته وړاندې کړي.