خوست ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې ۹۰ قلم بې کیفیته او تاریخ تېره خوراکي توکي او درمل ترلاسه شول؛
خوست ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې ۹۰ قلم بې کیفیته او تاریخ تېره خوراکي توکي او درمل ترلاسه شول؛
۱۷/۱۲/۱۴۴۵ هـ ق
د خوست ولایت د خوړو او درملو آمریت له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون یکشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالحجې د میاشتې په ۱۶ نیټه د یاد ولایت مرکز اړوند د درملو له ۶ بابه عمده پلورنځیو، ۳ د درملو ګدامونو، ۳ باب د مالګې کارخانې او ۴ بابه سوپر مارکیټونو څخه د څارنې په ترڅ کې ۹۰ قلمه مختلف ډول تاریخ تېر او بې کیفیته درمل او خوراکي توکي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه د یاد ولایت د خوړو او درملو د آمریت ودانۍ ته انتقال کړل.