خوست ولایت کې ۱۰ کارتنه بې کیفیته درمل ترلاسه شول؛

خوست ولایت کې ۱۰ کارتنه بې کیفیته درمل ترلاسه شول؛
۲۵/۱/۱۴۴۶ هـ ق
د خوست ولایت د خوړو او درملو آمریت له درملیزو تاسیساتو څخه د څارنې ټيمونو پرون سه شنبه د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د محرم د میاشتې په ۲۴ نیټه د یاد ولایت مرکز اړوند د درملو له ۷ بابه عمده پلورنځیو څخه د څارنې په ترڅ کې ۱۰ قلمه مختلف ډول تاریخ تېر درمل، چې په مجموعي ډول ۸ کارتنه کیږي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې د یاد ولایت د خوړو او درملو د آمریت ودانۍ ته انتقال کړل.