د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې په رسمي ډول د خوړو خوندیتوب د بین المللي تنظیمي ادارو د شبکې یا INFOSANغړیتوب ترلاسه کړ
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې په رسمي ډول د خوړو خوندیتوب د بین المللي تنظیمي ادارو د شبکې یا INFOSANغړیتوب ترلاسه کړ؛
دغه شبکه د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) او د کرهڼی او خوړو سازمان (FAO) له لورې جوړه شوې، چې د ۱۸۸ هیوادونو د خوړو خوندیتوب د تنظیمي ادارو غړي لري. د خوړو او درملو ملي ادارې، خوراکي توکو ته د ثبت جواز ورکولو او لار موندنې رییس انجینر محمد ولي عادل د یادې ادارې د استازې په توګه په دغې شبکه کې تعین شوی ده.
یادې شبکې غړیتوب په ترلاسه کولو سره د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره کولی شي، په نړۍ کې د خوړو خوندیتوب د وضعیت په تړاو ټول معلومات: لکه د بې کیفیته او غېر خوندي خوړو څخه د ناروغیو خپریدل، د خوړو خوندیتوب علمي پرګرامونو کې ګډون ، د مختلفو هېوادو د تنظیمي ادارو سره اړیکه، د خوړو خوندیتوب په تړاو علمي معلومات، د نورو هېوادونو د خوړو د خوندیتوب د سیستم کنټرول، د خوړو د برخې له بین المللي متخصصینو سره اړیکه او په بین المللي سوداګرۍ کې د خوړو خوندیتوب په اړه د معلوماتو ترلاسه کول.