د خوړو او درملو معین د PUAMI مؤسسې له رییس او مل پلاوی سره وکتل؛
د خوړو او درملو معین د PUAMI مؤسسې له رییس او مل پلاوی سره وکتل؛
۴/۱/۱۴۴۶ هـ ق
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین ډاکټر صاحب عبدالباري عمر نن چهار شنبه د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د محرم د میاشتې په ۴ نیټه په خپل کاري دفتر کې PUAMI مؤسسې له رییس ښاغلي جلال الدین جروم او مل پلاوي سره وکتل.
په دغې لیدنه کې افغانستان ته د مؤسساتو له لورې په خوندي ډول د درملو د انتقال او کیفیت باندې بحث او خبرې ترسره شوې او د یادې مؤسسې څخه وغوښتل شول ترڅو د درملو په انتقال کې د خوړو او درملو د معینیت قوانین مراعت کړي.
پر همدې مهال د یادې مؤسسې رییس او مل پلاوي د خوړو او درملو په برخه کې د یادې معینیت فعالیتونه وستایل او ژمنه یې وکړه چې د خپلو وارداتي درملو کیفیت او د هغو خوندي انتقال ته پوره پاملرنه وکړي او په دې برخه کې به د خوړو او درملو د معینیت ټول قوانین عملي کړي.