د خوړو او درملو معین بلخ ولایت ته سفر وکړ

jawid_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۸:۴۳
د خوړو او درملو معین بلخ ولایت ته سفر وکړ

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو محترم معین الحاج مولوي حمدالله زاهد، د خپل تخنیکي ټیم په ملتیا بلخ ولایت ته سفر وکړ او د دې سفر په ترڅ کې یې د خوړو او درملو د لابراتوار د ودانیزو چارو د پرمختګ بهیر څخه لیدنه ترسره کړه. دغه لابراتوار د شمال زون په کچه د خوړو او درملو له سترو او مجهزو لابراتوارونو څخه شمېرل کېږي، چې د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت په کنټرول کې به مهم رول ولوبوي، او بشپړېدل یې د خلکو د روغتیا د خوندي کولو او بازار ته د بې‌کیفیته موادو د داخلېدو د مخنیوي لپاره یو اغېزمن ګام بلل کېږي.

همدارنګه، د خوړو او درملو محترم معین د حیرتان ګمرک او د نایب‌آباد ګمرک له مسؤلینو سره لیدنه وکړه او د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د وارداتو د څارنې، کنټرول او تنظیم اړوند پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او د نظر تبادله وشوه. په دې غونډو کې د غیر معیاري او قاچاقي موادو د داخلېدو د مخنیوي لپاره د خوړو او درملو معینیت او ګمرکي مسؤلینو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار وشو.

په دوام کې، محترم مولوي حمدالله زاهد په بلخ ولایت کې د خوړو او درملو د کارکوونکو د کاري بهیر ستونزې او ننګونې وڅېړلې او د یادو ستونزو د حل لپاره یې د اړوندو مسؤلینو څخه د لا زیاتې همکارۍ او ملاتړ غوښتنه وکړه. د ګمرک مسؤلینو هم د دې وړاندیز هرکلی وکړ او د شته ستونزو د حل او د چارو د اسانتیا لپاره یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

دا سفر په داسې حال کې ترسره شو چې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت هڅه کوي د څارنې د پیاوړتیا، د تخنیکي زیربناوو د پراختیا او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ د زیاتوالي له لارې خلکو ته د معیاري او مصؤنو خوراکي توکو او درملو د برابرولو زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۸:۲۹
Background image

مرکزي لابراتوارونو ته د ګمرکي نمونو د لېږد لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه؛

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د افغان پُست دولتي شرکت ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک د معرفي او پلي کولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه، چې پکې د درملو د صادراتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په بنګله‌دېش کې د خوړو او درملو معینیت د تخنیکي پلاوي او ۲۹ تولیدي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس محترم الحافظ ډاکټر نعمت الله ایوبي کوله، په بنګله‌دېش هېواد کې د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۰
Background image

د خوړو او درملو معینیت د کارکوونکو لپاره د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» ښوونیز پروګرام پیل شو

د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» تر عنوان لاندې درې ورځنی ښوونیز پروګرام د مسؤلینو، استادانو او د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت ریاست د ۳۵ تنو. . .

BACK TO NEWS