د خوړو او درملو معین د ام اس اچ (MSH) مؤسسې له رییس سره وکتل؛
د خوړو او درملو معین د ام اس اچ (MSH) مؤسسې له رییس سره وکتل؛
۴/۱/۱۴۴۶ هـ ق
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین ډاکټر صاحب عبدالباري عمر نن چهار شنبه د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د محرم د میاشتې په ۴ نیټه په خپل کاري دفتر کې د ام اس اچ (MSH) مؤسسېله رییس ښاغلي ناریو کاساهار سره ولیدل.
په دغې ناسته کې د درملو د کیفیت او خوندیتوب ترڅنګ د درملو په برخه کې پر یو شمیر نورو تنظیمي موضوعاتو او ستونزو باندې بحث او خبرې ترسره شوې .
ښاغلي کاساهار په دغې ناسته کې په راتلونکې کې د ادارې سره په یو شمیر برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د ناستې په څنډه کې ښاغلي عمر په هیواد کې د یادې مؤسسې له فعالیتونو مننه وکړه.