د خوړو او درملو معین د درملو او طبي تجهیزاتو د وارداتو له اتحادیې سره ولیدل

jawid_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۹:۳۸
د خوړو او درملو معین د درملو او طبي تجهیزاتو د وارداتو له اتحادیې سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین، محترم الحاج مولوي حمدالله زاهد، د سه‌شنبې په ورځ د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شعبان د میاشتې په لومړۍ نېټه، د ماسپښین وروسته په خپل کاري دفتر کې، د خوړو او درملو معینیت د بېلابېلو څانګو له رئیسانو سره یوځای، د درملو او طبي تجهیزاتو د وارداتو د اتحادیې له مسؤلینو او غړو سره وکتل.

د ناستې په پیل کې، د خوړو او درملو د معینیت رهبرۍ پلاوي د یادې اتحادیې غړو ته ښه راغلاست ووایه او د اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا د محترم مقام له لوري منظور شوي مصوبات، په ځانګړې توګه د پخوانیو شرکتونو (ګراندفادر) او نویو شرکتونو لپاره د وارداتي اقلامو د پروفورما د ثبت په برخه کې رامنځته شوې اسانتیاوې، په هراړخیز ډول د ناستې ګډونوالو ته تشریح کړې.

وروسته، د درملو او طبي تجهیزاتو د وارداتو د اتحادیې مسؤلینو او غړو هر یوه په خپل وار د رامنځته شوو اسانتیاوو مننه وکړه او د اتحادیې او د هېواد د خلکو د ستونزو د حل په برخه کې یې د خوړو او درملو د معینیت ملاتړ د ستاینې وړ وباله. همدارنګه، هغوی د درملو د وارداتو، د نویو شرکتونو د ثبت او په پاکستان کې د پاتې توکو اړوند شته ستونزې له معینیت سره شریکې کړې.

په پای کې، محترم مولوي حمدالله زاهد ډاډ ورکړ چې یادې شوې ستونزې به د نافذه قوانینو او اصولو په رڼا کې، په هراړخیز ډول وڅېړل شي.

د یادونې وړ ده چې د خوړو او درملو معینیت د پاکستان څخه د درملو د وارداتو د منع کولو د پرېکړې د تطبیق په موخه، یوه کمېټه د تطبیقي پروګرام د چمتو کولو او وړاندې کولو لپاره ټاکلې ده. دغه پروګرام د دې لپاره جوړ شوی، څو د پاکستاني درملو د تدریجي حذف پړاو پرته له دې چې د درملو په بازار کې جدي تشه رامنځته شي، مدیریت کړي او د هېواد د روغتیايي سیستمونو اړتیاوې تأمین کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴۹
Background image

د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس د تخنیکي ټیم په مشرۍ ترکیې ته ولاړ

محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، پرون جمعه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شعبان میاشتې په ۱۸مه نېټه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۹:۱۸
Background image

د دوايي بازار د وضعیت د ارزونې او د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، د خوړو او درملو معینیت د درملو د برخې له رییسانو او د دې معینیت له متخصصینو سره نن سه‌شنبه، د ۱۵. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۰:۴۸
Background image

د افغانستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس د بنګله‌دېش د درملو د صنعت اتحادیې له مسؤلینو سره وکتل

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پنجشنبې په ورځ، د ۱۴۴۷ هـ ق کال. . .

BACK TO NEWS