د خوړو او درملو معین د غور ولایت له محترم والي سره وکتل؛
د خوړو او درملو معین د غور ولایت له محترم والي سره وکتل؛
۱۱/۱/۱۴۴۶ هـ ق
د عامي روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین ډاکټر صاحب عبدالباري "عمر" نن چهارشنبه د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د محرم د میاشتې په ۱۱ نیټه په خپل کاري دفتر کې د غور ولایت له محترم والي احمد شاه "دین دوست" سره وکتل.
یاده کتنه کې د غور محترم والي ښاغلي "دین دوست" په یاد ولایت کې د روغتیا او درملو په برخه کې د یاد ولایت ستونزې او مشکلات شریک کړل.
په ورته وخت کې د خوړو او درملو معین ښاغلي عبدالباري "عمر" یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هغوی ستونزې او مشکلات واوریدل په یاد ولایت کې یي د روغتیا او درملیزو چارو د لا معیاري کیدو او په دغې برخه کې ستونزو ته د رسیدو په اړه ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې یادو دواړو برخو ته به جدي پاملرنه وشي.