د خوړو او درملو معین د یوې پلاوي په مشري د ایران اسلامي جمهوریت ته سفر وکړ؛

jawid_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۳:۴۳
مولوی حمدالله زاهد

محترم الحاج مولوي حمدالله زاهد، د (ا.ا.ا) د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین، د سه‌شنبې په ورځ د ۱۴۴۷ هـ ق کال د جمادالثاني د ۲۵مې نېټې سره سم، د یوې پلاوي په مشري چې د درملو او خوراکي توکو د ارزونې او ثبت رئیسـان، د معینیت تخنیکي سلاکاران او د وارداتي څانګو استازي پکې شامل وو، د ایران اسلامي جمهوریت ته سفر وکړ او هلته یې د ایران د روغتیا وزارت له معین او د دغه هېواد د درملو او خوړو د سازمان له رئیس محترم ډاکتر مهدي پیرصالحي او مل پلاوي سره لیدنه او خبرې اترې ترسره کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د تنظیمي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، د تجربو د تبادلې، د تخنیکي همکاریو له لارې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د تنظیمي سیستم د پیاوړتیا، د تنظیمي تفاهم‌لیک د موادو د عملي کولو، د افغان کارپوهانو د ظرفیت لوړولو او هېواد ته د خوړو او درملو د وارداتو د بهیر د اسانتیا په اړه هر اړخیز بحث او خبرې اترې وکړې.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د ایران اسلامي جمهوریت یو لوړپوړی پلاوی د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌اړخیزو همکاریو او هېواد ته د خوړو او درملو د وارداتو د بهیر د اسانتیا په موخه د خوړو او درملو په معینیت کې له اړوندو مسؤلینو سره لیدنه او خبرې اترې کړې وې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۱
Background image

د پاکستان له هېواده د درملو د وارداتو د بندېدو په اړه د مرحلېوار تېرېدو د طرحې د لا ښه عملي کېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه:

د پاکستان له هېواده د درملو د وارداتو د بندېدو په اړه د اسلامي امارت د مشرتابه د هدایت د تطبیق په موخه، د مرحلېوار تېرېدو د طرحې د لا ښه عملي کېدو لپاره د خوړو او درملو معینیت کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۱:۵۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د غونډو په تالار کې د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق مخنیوي قانون د لا ښه تطبیق په موخه د همغږۍ درېیمه غونډه ترسره شوه:

دا غونډه چې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ ، د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد، د مالیې وزارت، ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، صنعت او سوداګرۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس د امارتي ابن‌سینا شرکت له مسؤلینو سره وکتل:

محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، د خوړو او درملو معینیت د درملیزو برخو د رئیسانو په ملتیا، پرون چهارشنبه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د رجب د. . .

BACK TO NEWS