د خوړو او درملو ملي ادارې، د خوړو خوندیتوب د عمومي رییس په مشرۍ تخنیکي ټیم د خوړو نړیوال پرګرام (WFP) له تخنیکي ټیم سره وکتل؛
د خوړو او درملو ملي ادارې، د خوړو خوندیتوب د عمومي رییس په مشرۍ تخنیکي ټیم د خوړو نړیوال پرګرام (WFP) له تخنیکي ټیم سره وکتل؛
۲۷/۷/۱۴۴۵ هـ ق
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، د خوړوخوندیتوب د عمومي رییس حافظ ډاکټر صاحب نعیم الله "ایوبي" نن دوشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق د شوال د میاشتې په ۲۷ نیټه په خپل کاري دفتر کې د خوړو نړیوال پرګرام (WFP) د ښاغلي ډانیال "سټوک" په مشرۍ د یاد سازمان له تخنیکي ټیم سره وکتل؛
په دغې کتنه کې د خوړو پر خوندیتوب، کیفیت او یو شمیر نورو مهمو مسایلو باندې بحث او خبرې ترسره شوې.
د ناستې په پيل کې د یاد سازمان ټیم افغانستان ته د خوراکي توکو د وارداتو د پروسې په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې ۳۰ سلنه خوراکي توکي په افغانستان کې اخلي. یاد ټیم همدا راز د خوړو او درملو ملي ادارې د مرکزي لابراتوار له لوري د یادو خوراکي توکو د کیفیت د کنټرول په برخه کې خپلې ستونزې هم شریکې کړې.
په ورته وخت کې ښاغلي "ایوبي" یاد ټیم ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هغوی ستونزې او مشکلات واریدل او د حل د ډاډ ترڅنګ یې له هغوی غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې خپله خریداري ډیره کړي، ځکه په افغانستان د خوراکي توکو د تولید په برخه کې د نړیوالو قوانینو له مخې معیاري فابریکې شتون لري.
ښاغلي "ایوبي" په ټینګار سره له یاد ټیم څخه وغوښتل چې تردې وروسته ټول هغه خوراکي توکي، چې د یاد سازمان له لورې هېواد ته واردیږي باید د خوړو او درملو ملي ادارې د اصولو او قوانینو له مخې یې وارد کړي.