د خوړو او درملو ملي ادارې، د خوړو د خوندیتوب عمومي رییس او مل پلاوي د بلخ ولایت د اړوندو ادارو ځايي مسؤولینو سره د ښې همغږۍ په موخه ناسته ترسره کړه
د خوړو او درملو ملي ادارې، د خوړو د خوندیتوب عمومي رییس او مل پلاوي د بلخ ولایت د اړوندو ادارو ځايي مسؤولینو سره د ښې همغږۍ په موخه ناسته ترسره کړه؛ 1445/07/30 هـ ق
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د خوړو د خوندیتوب عمومي رییس حافظ ډاکټر صاحب نعیم الله ایوبي او مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر په جریان کې پرون شنبه د روان 1445 هـ ق کال د رجب میاشتې په 29 نیټه د یاد ولایت د مرستیال والي او اړوندو ادارو(عامي روغتیا، اقتصاد، استخبارات، صنعت او سوداګرۍ، د احکامو او فرامینو د تعیقیب ریاستونو، امینه قومندانۍ، شاوروالۍ علما شورا، د سوداګرۍ او پانګونې خونې او مستوفیت) د استازو او مسؤولینو سره د ښې همغږۍ په موخه ناسته ترسره کړه.
په دغې لیدنه کې د خوړو او درملو ملي ادارې ټاکل شوي پلاوي د یادې ادارې، دندې، صلاحیتونو او مسؤولیتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او په یاد ولایت کې د یادو ادارو څخه وغوښتل ترڅو په بلخ ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د ریاست سره پوره همغږي ولري.
په ورته وخت د یادو ادارو مسؤولینو ډاډ ورکړ چې د خوړو او درملو ملي ادارې د ریاست سره به د کارونو د لا ښه والي په موخه همغږي کوي او یاده ناسته په دعایه کلام سره پای ته ورسیده.