د خوړو او درملو ملي ادارې، سرپرست د جوزجان ولایت له آمریت څخه لیدنه وکړه؛
د خوړو او درملو ملي ادارې، سرپرست د جوزجان ولایت له آمریت څخه لیدنه وکړه؛
۱۲/۱۰/۱۴۴۵ هـ ق
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، سرپرست ډاکټر صاحب عبدالباري عمر او مل پلاوي شمال ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې نن یکشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال د میاشتې په ۱۲ نیټه د جوزجان ولایت له آمریت څخه لیدنه وکړه.
په دغې لیدنه کې چې د یاد آمریت مسؤولینو او کارکوونکو شتون درلود، د هغوی د کارونو ارزونه وشوه، چې په کمه موده کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې، چې له هغې جملې څخه په تېرو ۴ میاشتو کې د ۴ ټنه بې کیفیته خوراکي توکو او درملو هدر، د درملو مارکیټ څخه څارنه او د خوراکي توکو کیفیت کنټرول ته اشاره وشوه.
په یاده لیدنه کې ښاغلي عمر د جوزجان امریت کارکوونکو د کارونو د لا سمون په موخه د نورو اړوند لارښوونو ترڅنګ وویل چې خپل کار په صداقت او اخلاص سره ترسره کړئ، خپلې دندې امتیاز نه بلکې یو ستر مسؤولیت وبولئ.
د ناستې په پای کې د جوزجان آمریت د کارونو پر وړاندې د هغوی ستونزې او مشکلات واوریدل شول، چې د حل ډاډ ورکړل شو.