د خوړو او درملو ملي ادارې د اړتیا وړ کمپیوټرونو، پرنټرونو او د تکنالوژۍ وسایلو برابرولو( تهیه او تدارک ) ازاده دواطلبي د شفافي پروسې په ترڅ کې ترسره شوه

press_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۵ - ۹:۳۹
TADROKAT


د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، د اړتیا وړ کمپیوټرونو، پرنټرونو او د تکنالوژۍ وسایلو  و برابرول (تهیه او تدارک)، چې څه موده وړاندې د ادارې د تدارکاتو امریت له لورې ازادې دواطلبۍ ته سپارل شوي  وه، د داوطلبۍ پروسه یې نن سه شنبه   د روا ن ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۰ نیټه د ادارې د ناستو په تالار کې د شفافي  پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
 دغې داوطلبۍ کې د ګډون په موخه شاوخوا ۶  شرکتونو شرطنامې ترلاسه کړې وې ،  چې له ډلې یې درې   ساختماني او لوژستیکي شرکتونو ( رحیمي وفاجو، وصال سمسور، عقابان فلک)  په عملي ډول ګډون وکړ او خپل وړاندیزونه یې د تدارکاتو د طرزاعملونو قانون له مخې وړاندې کړل، د یادې داوطلبۍ ګټوونکی شرکت به د خوړو او درملو ملي ادارې د ارزونې د کمیټې له ارزولو وروسته اعلان شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۸:۲۹
Background image

مرکزي لابراتوارونو ته د ګمرکي نمونو د لېږد لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه؛

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د افغان پُست دولتي شرکت ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک د معرفي او پلي کولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه، چې پکې د درملو د صادراتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په بنګله‌دېش کې د خوړو او درملو معینیت د تخنیکي پلاوي او ۲۹ تولیدي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس محترم الحافظ ډاکټر نعمت الله ایوبي کوله، په بنګله‌دېش هېواد کې د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۰
Background image

د خوړو او درملو معینیت د کارکوونکو لپاره د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» ښوونیز پروګرام پیل شو

د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» تر عنوان لاندې درې ورځنی ښوونیز پروګرام د مسؤلینو، استادانو او د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت ریاست د ۳۵ تنو. . .

BACK TO NEWS