د خوړو او درملو ملي ادارې د اړتیا وړ کمپیوټرونو، پرنټرونو او د تکنالوژۍ وسایلو برابرولو( تهیه او تدارک ) ازاده دواطلبي د شفافي پروسې په ترڅ کې ترسره شوه
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، د اړتیا وړ کمپیوټرونو، پرنټرونو او د تکنالوژۍ وسایلو و برابرول (تهیه او تدارک)، چې څه موده وړاندې د ادارې د تدارکاتو امریت له لورې ازادې دواطلبۍ ته سپارل شوي وه، د داوطلبۍ پروسه یې نن سه شنبه د روا ن ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۰ نیټه د ادارې د ناستو په تالار کې د شفافي پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
دغې داوطلبۍ کې د ګډون په موخه شاوخوا ۶ شرکتونو شرطنامې ترلاسه کړې وې ، چې له ډلې یې درې ساختماني او لوژستیکي شرکتونو ( رحیمي وفاجو، وصال سمسور، عقابان فلک) په عملي ډول ګډون وکړ او خپل وړاندیزونه یې د تدارکاتو د طرزاعملونو قانون له مخې وړاندې کړل، د یادې داوطلبۍ ګټوونکی شرکت به د خوړو او درملو ملي ادارې د ارزونې د کمیټې له ارزولو وروسته اعلان شي.