د خوړو او درملو ملي ادارې د بغلان ولایت له سیلاب ځپلو کورنیو سره د لومړنیو خوراکي توکو ،درملو او نورو اړینو توکو مرسته وکړه

press_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۴:۵
baghlan

د خوړو او درملو ملي ادارې د بغلان ولایت له سیلاب ځپلو کورنیو سره د لومړنیو خوراکي توکو ،درملو او نورو اړینو توکو مرسته وکړه؛
۴/۱۱/۱۴۴۵ هـ ق
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست الحاج ډاکټر صاحب عبدالباري عمر بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې نن دوشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې د میاشتې په ۴ نیټه د یاد ولایت له مرستیال والي ښاغلي ملا صاحب احمد الله مبارک سره په کتنه کې په بغلان ولایت کې د وروستیو سیلابونو د راتلو له امله د اغیزمن شویو کورنیو سره خپله ژوره خواښوږي څرګنده کړه، د یادې طبیعي پیښې د شهیدانو روح ته یې دعا وکړه او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله څرګنده کړه.
په دغې کتنه کې ډاکټر صاحب عبدالباري عمر د خوړو او درملو ملي ادارې له لوري د خصوصي سکتور په همکارۍ راټوله شوې مرسته، چې په هغو کې سلګونه کارتنه مختلف ډول درمل، خوراکي توکي، غوړي، د څښلو اوبه، کمپلې، فروشونه او نور د اړتیا وړ توکي شامل دي تسلیم کړه.
په ورته وخت کې د بغلان ولایت مرستیال والي ښاغلي ملا صاحب احمد الله مبارک د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یادو مرستو هرکلی وکړ.
د یادې کتنې په پای کې د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د خصوصي سکتور د درملو او خوراکي توکو له هغو تولیدي  فابریکو او توریدي شرکتونو چې مرسته یې کړې مننه وکړه او د هېواد پر ټولو سوداګرو او خلکو یې غږ وکړ چې په دې لویه غمیزه کې د خپلو خلکو لاسنیوی وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۸:۲۹
Background image

مرکزي لابراتوارونو ته د ګمرکي نمونو د لېږد لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه؛

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د افغان پُست دولتي شرکت ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک د معرفي او پلي کولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه، چې پکې د درملو د صادراتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په بنګله‌دېش کې د خوړو او درملو معینیت د تخنیکي پلاوي او ۲۹ تولیدي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس محترم الحافظ ډاکټر نعمت الله ایوبي کوله، په بنګله‌دېش هېواد کې د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۰
Background image

د خوړو او درملو معینیت د کارکوونکو لپاره د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» ښوونیز پروګرام پیل شو

د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» تر عنوان لاندې درې ورځنی ښوونیز پروګرام د مسؤلینو، استادانو او د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت ریاست د ۳۵ تنو. . .

BACK TO NEWS