د خوړو او درملو ملي ادارې د درملو او روغتیايي محصولاتو معین د بادغیس ولایت له محترم والي او امنیه قومندان سره وکتل؛
د خوړو او درملو ملي ادارې د درملو او روغتیايي محصولاتو معین د بادغیس ولایت له محترم والي او امنیه قومندان سره وکتل؛
۱۲/۱۰/۱۴۴۵ هـ ق
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، د درملو او روغتیايي محصولاتو معین حاجي صاحب رحمت الله "رؤفي" او مل تخنیکي پلاوي بادغیس ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې نن یکشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال د میاشتې په ۱۲ نیټه د یاد ولایت له محترم والي ملا صاحب عبدالصمد "جاوید" او امنیه قومندان مولوي صاحب عبدالستار "صابر" سره وکتل.
په دغې کتنه کې د خوړو او درملو ملي ادارې، دندو، مسؤولیتونو او صلاحیتونو، همدا راز د خوړو او درملو د کیفیت، خوندیتوب او اهمیت په اړه هر اړخیز بحث او خبرې ترسره شوې.
همدارنګه په یاده کتنه کې د خوړو او درملو ملي ادارې او نورو اړوندو ادارو د وظیفوي تداخل په اړه هم بحث او خبرې ترسره شوې.
په ورته وخت کې د بادغیس ولایت محترم والي ښاغلي "جاوید" یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ په بادغیس ولایت کې د خوړو او درملو د آمریت له پرانیستېدو خوښي څرګنده کړه او په راتلونکو کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.