د خوړو او درملو ملي ادارې د پلان او تقنین ریاست اړوند د ۳ خالي بستونو ازموینه د یوې شفافې پروسې په ترڅ کې واخیستل شوه؛
د خوړو او درملو ملي ادارې د پلان او تقنین ریاست اړوند د ۳ خالي بستونو ازموینه د یوې شفافې پروسې په ترڅ کې واخیستل شوه؛
۶/۸/۱۴۴۵
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، د پلان او تقنین ریاست اړوند د دریو خالي بستونو ازموینه، چې موده وړاندې د یادې ادارې له لورې ازادې سیالۍ ته وړاندې شوي وه، ازموینه یې نن شنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د شعبان د میاشتې په ۶ نیته د ادارې د ناستې به تالار کې د یوې شفافې پروسې په ترڅ کې واخیستل شوه.
ددغو بستونو لپاره لسګونه کسانو نوم لیکنه کړې وه، چې د ادارې د ارزونې کمیټې له لورې تحصیل، استعداد او تجربې ته په کتو ۴۷ کسان ورته شارټ لیست شوي وه، چې له یادو کسانو له ډلې څخه ۳۲ نفرو په عملي ډول ازموینه کې ګډون کړی وه.
د یادونې وړ ده چې د خوړو او درملو ملي ادارې خپل ټول خالي بستونه ازادې سیالۍ ته وړاندې کوي.