د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د جوزجان ولایت له محترم والی سره وکتل
د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د جوزجان ولایت له محترم والی سره وکتل؛
۱۱/۱۰/۱۴۴۵ هـ ق
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، سرپرست ډاکټر صاحب عبدالباري عمر د هېواد شمال ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د تېرې پنجشنبې په ورځ د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال د میاشتې په ۹ نیټه د جوزجان ولایت له محترم والي قاري صاحب گل حیدر "شفق"سره وکتل.
په دغې کتنه کې د درملو، خوراکي توکو او طبی وسایلو د کیفیت او خوندیتوب، همدا راز په جوزجان ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، د آمریت په اړه، چې نوی یې په یاد ولایت کې فعالیت پيل کړی د چارو د ښه سمون او پرمختګ په اړه هر اړخیز بحث او خبرې ترسره شوې.
په ورته وخت کې د جوزجان محترم والي ښاغلي "شفق" د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ته د ښه راغلاست ترڅنګ په دغه ولایت کې د خوړو او درملو د آمریت له پرنیستیدو خوښې څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې تر ډېر یې په یاد ولایت کې د بې کیفیته خوراکي توکو او درملو مخنیوی کړی، نوموړي د یاد آمریت له کارونو هم خوښې څرګنده کړه او په راتلونکی کې د همکارۍ پوره ډاډ ورکړ.