د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د درملیزو خدماتو د اتحادیې له رییس او غړو سره وکتل

press_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۴ - ۱۲:۵
asd

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د درملیزو خدماتو د اتحادیې له رییس او غړو سره وکتل؛

1445/08/2 هـ ق

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر صاحب عبدالباري عمر نن  سه شنبه د روان 1445هـ ق کال د شعبان د میاشتې په 2 نیټه په خپل کاري دفتر کې د درملیزو خدماتو د اتحادیې له رییس ښاغلي اسدالله کاکړ او غړو سره وکتل.

دغه ناسته د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په لوستلو سره پیل شوه، د ناستې په پیل کې د درملیزو خدماتو اتحادیې د درملو او روغتیايي محصولاتو په برخه کې خپلې ستونزې له مقام سره شریکې کړې.

په ورته وخت کې ډاکټر صاحب عبدالباري عمر هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د قانون او اصولو له مخې د ستونزو او مشکلاتو د حل ډاډ ورکړ.

ښاغلي عمر په یاده ناسته کې خلکو ته د باکیفیته درملو او روغتیايي محصولاتو د رسولو په برخه کې د ادارې او اتحادیې ترمنځ په همغږۍ ټینګار وکړ  او یاده ناسته په دعایه کلام سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۵ - ۹:۶
Background image

په هرات ولایت کې له 23بابه خوراکي تاسیساتو څخه 28قلمه بې کیفیته او تارېخ تېر خوراکي توکي ترلاسه شول

په هرات ولایت کې له 23بابه خوراکي تاسیساتو څخه 28قلمه بې کیفیته او تارېخ تېر خوراکي توکي ترلاسه شول؛
1445/08/22 هـ ق
په هرات ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، ریاست له خوراکي تاسیساتو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۵ - ۹:۲
Background image

په جوزجان ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 31قلمه تارېخ تېر او بې کیفیته خوارکي توکي ترلاسه شول

په جوزجان ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 31قلمه تارېخ تېر او بې کیفیته خوارکي توکي ترلاسه شول؛
1445/08/22 هـ ق
په جوزجان ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، امریت له خوارکي تاسیساتو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۵ - ۸:۵۸
Background image

کندهار ولایت کې له 10بابه خوراکي تاسیساتو څخه 40قلمه او 16کارتنه بې کیفیته خوراکي توکي او درمل ترلاسه شول

پکندهار ولایت کې له 10بابه خوراکي تاسیساتو څخه 40قلمه او 16کارتنه بې کیفیته خوراکي توکي او درمل ترلاسه شول؛
1445/08/22 هـ ق
په کندهار ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، ریاست له خوراکي. . .

BACK TO NEWS