د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست په فاریاب ولایت کې د خوړو او درملو د آمریت څخه لیدنه وکړه
د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست په فاریاب ولایت کې د خوړو او درملو د آمریت څخه لیدنه وکړه؛
1445/10/8 هـ ق
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر صاحب عبدالباري عمر د یوه پلاوي په ملتیا شمال ولایتونو ته د خپل سفرپه ترڅ کې پرون چهارشنبه د روان 1445 هـ ق کال د شوال د میاشتې په 8 نیټه په فاریاب ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د آمریت څخه لیدنه وکړه.
په دغې لیدنه کې ښاغلي عمر د یاد آمریت د کارکوونکو فعالیتونه د ارزونې وروسته وستایل، پر یو شمیر مواردو کې اړینې سپارښتنې له هغوی سره شریکې کړې، د هغو ستونزې او مشکلات یې واوریدل او د حل ډاډ یې ورکړ.
په ورته وخت کې په فاریاب ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې آمریت د یاد پلاوی له ورتګ څخه هر کلی او مننه وکړه.
د یادونې وړ دی چې فاریاب ولایت یو که هغو ولایتونو څخه دی چې په لږ وخت کې ډیرې لاسته راوړنې لري.