د لوګر ولایت برکي برک ولسوالۍ اړوند له 50 بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې په ترڅ کې 70 قلمه تاریخ تېره خوراکي توکي او درمل ترلاسه شوي دي
د لوګر ولایت برکي برک ولسوالۍ اړوند له 50 بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې په ترڅ کې 70 قلمه تاریخ تېره خوراکي توکي او درمل ترلاسه شوي دي؛
1445/07/27 هـ ش
په لوګر ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، آمریت له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون چهارشنبه د روان 1445 هـ ق کال د رجب د میاشتې په 26 نیټه د یاد ولایت برکي برک ولسوالۍ اړوند له 50 بابه درملتونونه او 45 بابه د خوراکي توکو عمده پلورنځۍ څخه څارنه کړې ده.
ددغې ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 70 قلمه تاریخ تېر او غېر معیاري خوراکي توکي او درمل ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د آمریت ودانۍ ته انتقال شوي دي.