لغمان ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې ۲۴ قلمه مختلف ډول تارېخ تېره او بې کیفیته خوراکي توکي ترلاسه شول؛
لغمان ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې ۲۴ قلمه مختلف ډول تارېخ تېره او بې کیفیته خوراکي توکي ترلاسه شول؛
۱/۱/۱۴۴۶ هـ ق
د لغمان ولایت د خوړو او درملو آمریت له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون شنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالحجه د میاشتې په ۲۹ نیټه د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار کې له ۱۱ بابه خوراکه پلورنځیو او ۹ بابه درملتونونو څخه د څارنې په ترڅ کې ۲۴ قلمه مختلف ډول تارېخ تېر او بې کیفیته درمل او خوراکي توکي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې د یاد ولایت د خوړو او درملو د آمریت ودانۍ ته انتقال کړل.