لغمان ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې ۳۵ قلمه مختلف ډول تارېخ تېر او بې کیفیته درمل ترلاسه شول
لغمان ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې ۳۵ قلمه مختلف ډول تارېخ تېر او بې کیفیته درمل ترلاسه شول؛
۲۳/۱/۱۴۴۶هـ ق
د لغمان ولایت د خوړو او درملو آمریت له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون یکشنبه د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د محرم د میاشتې په ۲۲ نیټه د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار مختلفو ناحیو اړوند له ۵ بابه خوراکه پلورنځيو، ۲ بابه د خوراکي توکو عمده پلورنځيو او ۸ بابه درملتونونو څخه د څارنې په ترڅ کې ۳۵ قلمه مختلف ډول تارېخ تېر او بې کیفیته درمل ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې د یاد ولایت د خوړو او درملو د آمریت ودانۍ ته انتقال کړل.