لغمان ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې ۶۲ قلمه تارېخ تېر او بې کیفیته خوراکي توکي او درمل ترلاسه شول؛

لغمان ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې ۶۲ قلمه تارېخ تېر او بې کیفیته خوراکي توکي او درمل ترلاسه شول؛
۲۸/۱۰/۱۴۴۵ هـ ق
د لغمان ولایت د خوړو او درملو آمریت له درملیزو اوخوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټيمونو پرون سه شنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال د میاشتې په ۲۷ نیټه د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار کې له ۱۴ بابه خوراکه پلورنځيو او ۲ بابه درملتونونو څخه د څارنې په ترڅ کې ۶۲ قلمه مختلف ډول تارېخ تېر او بې کیفیته خوراکي توکي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې د یاد ولایت د خوړو او درملو د آمریت ودانۍ ته انتقال کړل.