لغمان ولایت کې له ۶ بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه؛

لغمان ولایت کې له ۶ بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه؛
۲۵/۱۱/۱۴۴۵ هـ ق
د لغمان ولایت د خوړو او درملو آمریت له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې تیمونو پرون یکشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۴ نیټه د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار سلطان غازي بابا زیارت سیمه کې له ۴ بابه خوراکه پلورنځیو او ۲ بابه درملتونونو څخه د څارنې په ترڅ کې ۱۵ قلمه مختلف ډول تارېخ تېر او بې کیفیته خوراکي توکي او درمل ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې د یاد ولایت د خوړو او درملو د آمریت ودانۍ ته انتقال کړل.