لوګر ولایت کې له ۱۲ بابه درملتونونو څخه څارنه ترسره شوه؛
لوګر ولایت کې له ۱۲ بابه درملتونونو څخه څارنه ترسره شوه؛
۲۳/۱/۱۴۴۶هـ ق
د لوګر ولایت د خوړو او درملو آمریت له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون یکشنبه د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د محرم د میاشتې په ۲۲ نیټه د یاد ولایت مرکز پل علم ښار مختلف ناحیو اړوند له ۱۲ بابه درملتونو څخه د څارنې په ترڅ کې ۲۳ قلمه مختلف ډول تارېخ تېر او بې کیفیته درمل ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې د یاد ولایت د خوړو او درملو د آمریت ودانۍ ته انتقال کړل.
همدا راز یاده څارنه کې ۲ بابه درملتونونه د غېر قانوني فعالیت له امله د یاد آمریت له لورې مهرلاک شول.