میدان وردګو ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې له ۹ بابه درملیزو تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه؛

press_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۱:۶
میدان

میدان وردګو ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې له ۹ بابه درملیزو تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه؛
۲۴/۱۲/۱۴۴۵ هـ ق
د میدان وردګو  ولایت د خوړو او درملو آمریت له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون یکشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالحجې د میاشتې په ۲۳ نیټه د یاد ولایت مرکز (میدان ښار) اړوند  له ۶ بابه درملتونونو او ۳ بابه د درملو له عمده پلورنځيو څخه د څارنې په ترڅ کې ۷ قلمه مختلف ډول بې کیفیته او تاریخ تېر درمل، چې په مجموعي ډول ۸ کارتنه کیږي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه د یاد ولایت د خوړو او درملو د آمریت ودانۍ ته انتقال کړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴۹
Background image

د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس د تخنیکي ټیم په مشرۍ ترکیې ته ولاړ

محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، پرون جمعه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شعبان میاشتې په ۱۸مه نېټه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۹:۱۸
Background image

د دوايي بازار د وضعیت د ارزونې او د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، د خوړو او درملو معینیت د درملو د برخې له رییسانو او د دې معینیت له متخصصینو سره نن سه‌شنبه، د ۱۵. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۰:۴۸
Background image

د افغانستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس د بنګله‌دېش د درملو د صنعت اتحادیې له مسؤلینو سره وکتل

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پنجشنبې په ورځ، د ۱۴۴۷ هـ ق کال. . .

BACK TO NEWS