میدان وردگو ولایت کې ۹۰ بستې مختلف ډول بې کیفیته خوراکي توکي ترلاسه شول

press_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۵:۱
میدان وردک

میدان وردگو ولایت کې ۹۰ بستې مختلف ډول بې کیفیته خوراکي توکي ترلاسه شول؛
۲۲/۱۰/۱۴۴۵ هـ ق
د میدان وردگو ولایت د خوړو او درملو ادارې آمریت  له خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون سه شنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال د میاشتې په ۲۱ نیټه دیاد ولایت مرکز اړوند د کوته عشرو،  ملا خیل او شهیدانو بازارونو څخه له ۱۹بابه خوراکه پلورنځیو، ۱سوپرمارکیت څخه د څارنې په ترڅ کې د ۵۹ بستو او ۳۱ کارتنو په شمول ۳۲ قلمه تارېخ تېر او بې کیفیته خوراکي توکي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې د یاد ولایت د خوړو او درملو آمریت ودانۍ ته انتقال کړل .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۸:۲۹
Background image

مرکزي لابراتوارونو ته د ګمرکي نمونو د لېږد لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه؛

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د افغان پُست دولتي شرکت ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک د معرفي او پلي کولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه، چې پکې د درملو د صادراتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په بنګله‌دېش کې د خوړو او درملو معینیت د تخنیکي پلاوي او ۲۹ تولیدي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس محترم الحافظ ډاکټر نعمت الله ایوبي کوله، په بنګله‌دېش هېواد کې د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۰
Background image

د خوړو او درملو معینیت د کارکوونکو لپاره د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» ښوونیز پروګرام پیل شو

د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» تر عنوان لاندې درې ورځنی ښوونیز پروګرام د مسؤلینو، استادانو او د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت ریاست د ۳۵ تنو. . .

BACK TO NEWS