ننګرهار ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ 22قلمه او 50کیلو ګرامه مختلف ډول بې کیفیته خوراکي توکي او درمل ترلاسه شول

press_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۳ - ۱۱:۳۳
nangarahr

ننګرهار ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ 22قلمه او 50کیلو ګرامه مختلف ډول بې کیفیته خوراکي توکي او درمل ترلاسه شول؛

1445/08/21 هـ ق

ننګرهار ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې ریاست، له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون شنبه د روان 1445هـ ق کال د شعبان د میاشتې په 21نیټه د یاد ولایت مختلفو ناحیو  اړوند له 2 بابه درملتونونو، 3بابه دولتي تصدیو او 6بابه د خوراکي توکو له پلورنځیو څخه څارنه ترسره کړه.

ددغې څارنې په ترڅ کې 22قلمه او 50کیلو ګرامه مختلف ډول تارېخ تېر، بې کیفیته او غېر معیاري درمل او خوراکي توکي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د ریاست ودانۍ ته انتقال شول.

همدارنګه د دې بازرسۍ په ترڅ کې ځينې درمليزو او خوراکي تاسيساتو ته چې مختلفې ستونزې يې لرلې، توصيې او سپارښتنې وشوې او د ستونزو د حل تعهد ترې واخېستل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۸:۲۹
Background image

مرکزي لابراتوارونو ته د ګمرکي نمونو د لېږد لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه؛

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د افغان پُست دولتي شرکت ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک د معرفي او پلي کولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه، چې پکې د درملو د صادراتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په بنګله‌دېش کې د خوړو او درملو معینیت د تخنیکي پلاوي او ۲۹ تولیدي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس محترم الحافظ ډاکټر نعمت الله ایوبي کوله، په بنګله‌دېش هېواد کې د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۰
Background image

د خوړو او درملو معینیت د کارکوونکو لپاره د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» ښوونیز پروګرام پیل شو

د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» تر عنوان لاندې درې ورځنی ښوونیز پروګرام د مسؤلینو، استادانو او د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت ریاست د ۳۵ تنو. . .

BACK TO NEWS