نیمروز ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې له ۲۱ بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه؛
نیمروز ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې له ۲۱ بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه؛
۴/۱/۱۴۴۶ هـ ق
د نیمروز ولایت د خوړو او درملو آمریت له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون سه شنبه د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د محرم د میاشتې په ۳ نیټه د یاد ولایت مرکز اړوند د خوراکي توکو له ۱۰ بابه عمده پلورنځیو، ۳ بابه خوراکه پلورنځيو او ۸ بابه درملتونونو څخه د څارنې په ترڅ کې ۲۰ قلمه مختلف ډول تارېخ تېر او بې کیفیته خوراکي توکي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې د یاد ولایت د خوړو او درملو د آمریت ودانۍ ته انتقال کړل.