هلمند ولایت کې له ۸ بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه؛
هلمند ولایت کې له ۸ بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه؛
۲/۱/۱۴۴۶ هـ ق
د هلمند ولایت د خوړو او درملو آمریت له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون یکشنبه د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د محرم د میاشتې په ۱ نیټه د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې له ۵ بابه خوراکه پلورنځیو او ۳ بابه درملتونونو څخه د څارنې په ترڅ کې ۱۰ قلمه مختلف ډول تارېخ تېر درمل او خوراکي توکي ترلاسه او دلمنځه وړلو په موخه یې د یاد ولایت د خوړو او درملو د آمریت وداني ته انتقال کړل.